د محرمیت تګلاره

سریزه

باسواد د خپلو کاروونکو محرمیت ته درناوی کوي او ژمن دی چې د پلیټفارم له لارې راټول شوې شخصي معلومات خوندي وساتي.

دا تګلاره تشریح کوي چې کوم معلومات راټولېږي او څنګه کارول کېږي.

کوم معلومات راټولوو؟

باسواد کېدای شي لاندې معلومات راټول کړي:

  • نوم
  • ولایت
  • سن
  • جنس
  • د زده کړې کچه
  • په پلیټفارم کې د کارونکي د زده کړې فعالیتونه

ولې معلومات راټولوو؟

معلومات د لاندې موخو لپاره کارول کېږي:

  • د زده کړې د تجربې ښه کول
  • د پلیټفارم د کارونې ښه درک
  • د تعلیمي پلان جوړونې او د پلیټفارم د پراختیا ملاتړ
  • د عمومي او غیرشخصي احصائیو او راپورونو چمتو کول

د معلوماتو خوندیتوب او محرمیت

باسواد د کاروونکو د معلوماتو د محرمیت ساتنې ته ژمن دی. شخصي معلومات په خوندي ډول ساتل کېږي او یوازې د مجازو کسانو له خوا د تعلیمي، اداري او د پلیټفارم د ښه والي د موخو لپاره کارول کېږي.

د معلوماتو شریکول

د کاروونکو شخصي معلومات د سوداګریزو موخو لپاره نه پلورل کېږي او نه هم له درېیمو اړخونو سره شریکېږي.

معلومات کېدای شي د تعلیمي، څېړنیزو او د پروګرام د ښه والي موخو لپاره په عمومي او غیرشخصي بڼه وکارول شي.

د معلوماتو ساتلو موده

د کاروونکو معلومات تر هغه وخته ساتل کېږي چې د تعلیمي خدماتو وړاندې کولو، راپور ورکولو او د پلیټفارم د ښه والي لپاره اړتیا وي.

د دې تګلارې بدلون

دا د محرمیت تګلاره کېدای شي وخت په وخت د پلیټفارم د بدلونونو او نویو اړتیاوو له مخې تازه شي.

له موږ سره اړیکه

که د محرمیت تګلارې په اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ د باسواد پلیټفارم د رسمي اړیکو چینلو له لارې زمونږ د ټیم سره اړیکه ونیسئ.